کابل / باختر/ د زمري ٥مه
د نيمروز دکرنې اوبو لګولو اومالدارۍ رياست د قرنطين ادارې نوې ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې ، د دغې ودانۍ په پرانستلو کې د نيمروز د والي مرستيال نبي براهوي وويل، چې دغه ودانۍ د څه د پاسه ديارلسو ميليونو افغانيو په لګښت جوړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
براهوي د نباتي اوحيواني توکو د کيفيت دساتنې او تشخيص لپاره د قرنطين ودانۍ شتون ارزښتناک وباله او ويې ويل، چې د دغې برخې په فعاليدو سره کرنيز او حيواني توکي ګمرک ته له رسېدو مخکې څېړل کېږي .
ختم-عطاالله _ اکرم