اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمیسیون د پنځو ملیاردو ۹۲۹ ملیونو افغانیو په ارزښت قراردادونه منظور کړل

کابل_باختر_د وږي دمياشتې٨مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون تېر ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د پنځو ملیاردو ۹۲۹ ملیونو افغانیو په ارزښت د ملي دفاع، کورنیو چارو، پوهنې، کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارتونو او د افغانستان د برېښنا شرکت اړوند ۱۵ قراردادونه له څيړنې وروسته تصویب شول.
همدارنګه له اقینې څخه تر شبرغان پورې د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا او له شبرغان څخه تر مزارشریف پورې د ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد پروژه او همدارنګه د اندخوی، شبرغان او مزارشریف د سب سټېشنونو تجهیز او پراختیا تصویب شوه.
په غونډه کې د ولایتونو د امنیه قوماندانیو او قول اردوګانو د اعاشې، خدماتو او ساتنې او څارنې په برخه کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو اړوند ۷ قراردادونه هم څيړنې وروسته تصویب شول.
د تېرو کلونو په پرتله د کورنیو چارو وزارت په ځینو قراردادونوکې ۱۰۵ملیونه افغانۍ او د ملي دفاع وزارت په قراردادونو کې ۶۲ ملیونه افغانۍ سپما وشوه.
جمهور رئیس غني په دې غونډه کې د مالیې وزیر ته لارښوونه وکړه چې د سیمه ییزو ارګانونو له لوی رئیس سره په همغږۍ او د ملي تدارکاتو کمیسیون په همکارۍ د ولایتونو په کچه د تدارکاتي چارو د ترسره کېدو اوسنی حالت وڅيړي او د قانون او تدارکاتي طرزالعملونو رعایت ته په پام منطقي او قانوني چوکاټ برابر کړي.
د ملي تدارکاتو کمیسیون د ولایتونو په کچه د تدارکاتي پروسې د ترسره کېدو د څرنګوالى او واکونو په اړه بحث وکړ او د ظرفیتونو په لوړولو او تدارکاتي تخصص یې هم ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، د مالیې او عدلیې وزیرانو او د اقتصاد وزارت مسلکي معین هم حضور درلود. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته