امنیت

په بلخ کې دنويو نښتو له امله وسله والو طالبانو او افغان پوځيانو ته دسردروند زيان واوښت .

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
په بلخ ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نويو نښتو کې دوسله والو طالبانو دډلې د دوو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو جګړو کې  چې تيره شپه ناوخته دچاربولک  اوچمتال  په ولسواليو کې ونښتې  څلور تنه امنيتي مامورين شهيدان او يو تن بل يې ټپي شو .
  جګړې هغه وخت ونښتې چې وسله والو طالبانو په دغو دوو ولسواليو کې په دريو امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
  دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر جنرال عبدالرزاق  قادري دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې دوسله والو طالبانو دډلې ددوو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
ده دغه راز  تاييد کړه چې په دغو پيښو کې دپوليسو څلور تنه سرتيري شهيدان او يو تن بل يې ټپي شوى دى.
  ويل کيږي چې ددغو جګړو په پاى کې دطالبانو په لسګونو سپک او درنده جنګي وسايل هم دپوځيانو لاس ته ورغلي دي  .
سيمه ئيز مسوولين وايي چې زياتره يرغلګر دشپې له تورتم څخه په استفادې سره په تيښتې  بريالي شوي دي او دهغوى دپيژندنې او نيولولپاره پلټنې پيل شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته