ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣١ :
د پوهنې وزارت خبرتيا
د دولتي اوخصوصي ښوونځيو مسوولينو، ښوونکو او زده کوونکو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان د پوهنې وزارت له لايحې سره سم د هېواد د سړو سيمو د ښوونځيو د زده کوونکو څلور نيم مياشتنۍ آزموينې کال په کال د چنګاښ د مياشتې په  ١٥ نيټه پيل او د همدې مياشتې تر پاى پورې يې دوام کاوه.
خو څرنګه چې سږکال دچنګاښ دمياشتې  ١٥نيکمرغه کوچني اختر په درشل کې ده او د اختر رخصتۍ د آزموينو د بهير د لړۍ د شليدو سبب کيږي؛ وپتيل شوه چې د هېواد د سړو سيمو د ولايتونو د دولتي او غيردولتي ښوونځيو څلور مياشتنۍ آزموينې دې  دچنګاښ د مياشتې په ١٠ نيټه پيل او د د څلورنيم مياشتنيو آزموينو له پاى ته رسيدو سره جوخت د پوهنې وزارت له لايحې سره سم د ښوونځيو ١٠ ورځنى دوبنى رخصتي پيليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته