سیاست

دلغمان والی اودحزب اسلامی امیرکتنه

مهترلام -کابل باختر د ثور اتمه :
دلغمان والي د حزب اسلامي له امیر سره د کتنې پر مهال د هغه هر کلی وکړ.
د حزب اسلامي افغانستان امیر او ستر جهادي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار وروسته له هغې چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د تلې په اتمه نېټه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د سولې تړون لاسلیک کړ، د تېرې چهار شنبې په شپه لغمان ولایت ته را ورسېده، چې دلغمان والي عبدالجبار نعیمي یې د جمهور رئیس د استازي په توګه په دغه ولایت کې هر کلی وکړ او په خپلو خبرو کې یې د سولې له بهیر سره د نوموړي د یو ځای کېدو او لغمان ته د ستر جهادي رهبر د راتګ په ویاړ لغمان د ملي پخلاینې د کور په نوم یاد کړ.
عبدالجبار نعیمي د حزب اسلامي له امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار سره په خبرو کې وویل، چې له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې د تړون په لاسلیک کېدو او د دغې پروسې په بریالیتوب د سرته رسېدو سره د تلپاتې سولې لپاره د میلیونونو جګړه ځپلو او ځورېدولو افغانانو هیلې را ژوندۍ شوي او په دې تمه دي چې په افغانستان کې جګړه بنده او ټول ښکېل اړخونه د سولې په ټغر سره راټول شي.
همدا شان ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې د افغانستان دولت سوله اییز سیاست او تګلاره لري او د هر هغه چا لپاره یې د سولې دروازې پرانېستي، څوک چې خپله وسله پر ځمکه ږدي او دغه راز  د سولې او امن ژوند غوره کوي.
لغمان والي وویل افغانستان اوس  جمهور رئیس محمد اشرف غني تر قیادت لاندې د یو ملي خپلواک نظام، اساسي قانون او د ملي امنیتي او دفاعي ځواک درلودونکی هېواد دی، چې په کلکه د خپلو اسلامي او ملي ګټو، ارزښتونو او ویاړنو څخه دفاع او ساتنه کوي.
په دغه لیدنه کې د حزب اسلامي امیر او ستر جهادي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار هم په ځینو مهمو مسایلو خبرې وکړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته