ټولنه

لس تولګتې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.

کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
د آسيا دپرمختيا بانک په مالي مرسته دلسو ټولګټو بنسټيزو پروژو کار د کليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دبيړنيو پروګرامونو له لارې په سمنګانو ولايت کې بشپړ او داستفادې وړ وګرځيدې.
دسمنګان ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجينير محمد آصف دولت شاهي دباختر آژانس خبريال ته وويل :- په دغو پروژو چې دسمنګانو ولايت دبراوکوز دره صوف ،روى دو آب او دخرم سارباغ په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز کې د دوو کانالونو دسربندونو جوړول ، دمحافظتي ديوالونو ټينګښت او دکرنې د ابو، د اتو کانالونو جوړول شامل دي چې لګښت يې څه دپاسه ٤٢ مليونو افغانيو ته رسيږي او د آسيا دپرمختيا بانک له خوا ورکړى شوي دي .
د دولت شاهي دڅرګندونو له مخې : په دغو پروژو کې دبر دره صوف ولسوالۍ دصد دره دکلي دکرنې د اوبو دکانال د سربند اود روى دو آب ولسوالۍ دګل ګنبد دکلي دکانال دسربندجوړول او دغه راز د ٥٩٤ مترو په اوږدوالي دمحافظوي ديوال ټينګښت او جوړول ، په دريو ولسواليو او دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو کې دهزار سم لنګر ،سادات او د صد مرده په کليو کې دکرنې د اوبو داتو کانالونو جوړول شامل دي چې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته