ښوونه او روزنه

په علمي کادر کې دشموليت ازموينه واخستل شوه .

کابل باختر دوږي  دولسمه :
دافغانستان دعلومو اکاډمي له خوا په علمي کادر کې دشموليت ازموينه واخيستل شوه .
  باختراژانس  دعلومو اکاډمي دخبرپاڼې له مخې خبر راکړ .
تر ډيرو کلونو وروسته دعلومو اکاډمي په تشکيل کې پنځلس بستونه دعلومو اکاډمي په وړانديز او دچارو دادارې  په موافقې سره زيات شول او وروسته له څو کلونو څخه دافغانستان دعلومو اکاډمي ته دشموليت  کادري ازموينه نن چهارشنبه د وږي  دمياشتې په  ١٣ نيټه دعلومو اکاډمي دکنفرانسونو په تالار کې د علومو اکاډمي داړوندو څانګو دباصلاحيته هيئت په حضور کې واخيستل شوه .
  په دې ازموينه کې دبيلابيلو څانګو لکه حقوقو اوسياسي علومو ، اقتصاد، تاريخ او انتوګرافي  ، اسلامي علومو ، ژورناليزم ، کرنې ، طب ،پښتو ادبياتو ، ځمکپوهنه ، او اوزبکى ژبې ٣٤تنو نارينه او ښځينه کانديدانو برخه اخيستې وه
دازموينې پروسه ډيره شفافه او دګډون والو دقناعت وړ وه بايد يادونه وکړو هغه کانديدان چې په دې ازموينه کې بريالي شي وروسته ديونسکوپه يوه نړيواله ژبه کې هم تړې ازموينه اخيستل  کيږي او په دواړو ازموينو کې تر برياليتوب وروسته دعلومو اکاډمي په علمي کادر کې شامليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته