سیاست

دنيکمرغه کوچني اختر په مناسبت دملي شورا دمشرانوجرګې دمبارکي پيغام .

کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
دملي شورا دمشرانوجرګه دنيکمرغه کوچني اختر دبختورو ورځو له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور ريس محمد اشرف غني اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دجمهوري رياست او داجرائيه رياست مرستيالانو ،  دسترې محکمې کفيل  او  غړو ، دکابينې غړو ، دملي اردو  ملي پوليسو او دملي امنيت ميړنيو منسوبينو ، دافغانستان درنو عالمانو او ټول مجاهد اوديندار ملت ، دشهيدانو معظمو کورنيو او معلولينو، له هيواد څخه بهر اوسيدونکو افغانانو او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايي او هيله لري چې انشان الله دروژې په مبارکه مياشت کې طاعات او عبادات يې درب العزت  په دربار کې قبليږي  او دنيکمرغه کوچني اختر مبارکې ورځې په خوشحالۍ کې تيره وي .
  دملي شورا دمشرانوجرګه په داسې حال کې چې دروژې په  دې مبارکه مياشت کې دتروريستانو وحشيانه بريدونه غندي دلوى خداى  ( ج )   له دربار  څخه  هيله کوي چې دټولو مسلمانانو دطاعاتو اوعباداتو په برکت دافغانستان اوله ټولو اسلامي هيوادونو او نړۍ څخه دجګړې او ورانکارۍ ټغر ټول شي چې مسلمه امت په سوله  نيکمرغۍ  اوسوکالۍ  کې ژوند وکړي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته