ټولنه

خبرتيا

کابل باختر دوري دريمه :
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا
د قرآن عظيم الشان هغو حافظانو او فاتحانو ته چې د کابل ښار د ٢١ ګونو ناحيو په جوماتونوکې د ١٣٩٨ لمريز کال د روژې د مبارکې مياشتې په تراويحوکې د قرآن عظيم الشان د ختم  غوښتوونکي دي؛ خبر ورکول کېږي چې د روژې په مبارکه مياشت کې د ختم د آزموينې د تېرولو په خاطر دې د روان کال  د وري د مياشتې په ١٠مه نېټه د شنبې په ورځ د تابعيت له تذکرې سره په نوي ښارکې د قاريانو چارو رياست ته ورشي .
د آزموينې لومړۍ اوونۍ هغو امامانو، مؤذنانو او خادمانو ته چې د جوماتونو د رياست له خوا معرفي شوي دي؛ ځانګړې شوې ده او هغوى کولاى شي د وري د مياشتې په ١٠مه نېټه د هويت له کارتونو سره د قاريانو چارو رياست ته ورشي، ترڅو راتلوونکي اجراآت ترسره شي.
  ختم_  ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته