کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د افغانستان د شیعه عالمانو او مخورو له یوې ډلې سره په کتنه کې وویل، چې اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانانو تر منځ تفرقه واچوي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې شریفي بلخابي په خپلو خبرو کې وویل، چې د بلخاب خلک سوله خوښوونکي او وطندوسته خلک دي او د هیڅ راز ستونزو طرفداره نه دي.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې د اسلامي امارت پاليسي دا ده؛ چې د هېواد هيڅ وګړي ته زیان ونه رسيږي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، چې اسلامي امارت د افغانستان د ټولو خلکو د ګډ ژوند غوښتونکى دى او هيچا ته د ملت ترمنځ د فتنې اچولو اجازه نه ورکوي.
\ ذ