سیاست

جمهور رئیس غني په فرانسه کې ترهګریز بریدونه دردونکی جنایت وباله

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٢٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د  فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د تېرې شپې ترهګریز بریدونه، چې له امله یې له ۱۵۰ تنو زیات ووژل شول او ۲۰۰ تنه ټپیان شول، دردونکی جنایت وباله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د وياند د دفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د هېواد جمهور رئیس د دغو ترهګریزو بریدونو د غندلو په ترڅ کې وویل: نړیواله ترهګري په ټوله نړۍ کې نه بښوونکو جنایتونو او د خلکو بې رحمانه وژنې ته ادامه ورکوي او د پاریس د خلکو بې رحمانه وژنه دا ښیي، چې ترهګر سرحد نه پېژني او د ټول بشریت دښمنان دي.
همدارنګه جمهور رئیس غني په یوه لیک کې د فرانسې جمهور رئیس ته د خپلې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب هم څرګند کړل.
په دې لیک کې یې لیکلي: د افغانستان خلک له زیاتو کلونو راهیسې له بل هر هېواد څخه زیات د ترهګري قربانیان دي او د فرانسې د خلکو درد احساسوي او د قربانیانو کورنیو سره په دغه غم او ویر کې ځان شریک بولي. په دغه لیک کې راځي، چې د افغانستان خلک په دغه سخته ورځ د فرانسې د خلکو ترڅنګ ولاړ دي.
جمهور رئیس ترهګري د ټولې سیمې او نړۍ لپاره یو ګډ تهدید وباله او یو ځل بیا یې د دغې شومې او وژونکې پدیدې پر وړاندې په ګډې او جدي مبارزې ټینګار وکړ.
جمهور رئیس غني په دغه لیک کې د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا اولاند، د قربانیانو کورنیو او د فرانسې خلکو ته د خپلې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته