کابل باختر دليندي يوولسمه :
٦ تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نويو نښتو کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت بريدونه وشول چې غوښتل يې په يوې امنيتي پوستې ډزې وکړي .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې ٦ تنه يرغلګر ووژل شول .
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن سهار دنورستان ولايت په ګڼ ميشتو سيمو کې پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
تراوسه پورې ددغو ماينونو دښخولو مسوولت چاپه غاړه نه دى اخستي خو دهېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وسله وال طالبان ددغو ماينونو دښخولو مسوول بولي .
ختم_ ف _اکرم
0 1 دقیقه لوستل