سیاست

ستر جنرال عبدالرشيد دوستم امنيتي ناخوالې او نورې ګډودۍ پاى ته رسوو .

کابل باختر د لړم اووه ويشتمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال  عبدالرشيد دوستم نن سهار دکابل ښار په نهمه ناحيه کې په دسپچري  کې دبهرنيانو په يوه کمپ  ددريو تنو ځانمرګو يرغلګرو له بريد څخه څوشيبې وروسته  دپيښې ځاى ته لاړ اوپه دغه ځاى کې يې دحالت پوښتنه وکړه .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دجمهوري رياست  لومړي مرستيال دپيښې دساحې دکتنې په وخت کې خبريالانو ته وويل چې په کابل ښار او نورو ځايونوکې ددغه شان بريدونو ترسره کول دپرديو داستخباراتو کار دى .  دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې يوشمير پلورل شوي  کسان دپرديو په لارښوونه په دغه شان عملونولاس پورې کوي  خو  باور دې ولري چې موږ په ډير لنډ ممکن وخت کې دهيواد په دننه کې دهغوى مرکزونه  تثبيت  او هغوى دخپلو ناوړو عملونو په سزا رسوو .
دجمهوري رياست  لومړي مرستيال  خلکو ته ډاډ ورکړ چې دنوې کابينې له جوړيدو او دهيواد دولايتونو دواليانوله ټاکنې وروسته چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به ترسره شي په امنيتي برخه او په نورو  مواردوکې شته ناخوالې پاى ته رسوو ځکه داکار  له هغو لومړيتوبونو څخه دي چې دهغو دتحقق په برخې کې مو له خلکو سره ژمنه کړې وه .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې په کابل ښار کې يوشمير کسان دهيواد له دښمنانوسره په هکارۍ کې ددغه شان خونړيو اوزړه بوږ نوونکو پيښو تر شا ولاړ دي کشفي ارګانونه دنده لري چې ډير ژر هغوى وپيژني  او دقانون منګولو ته يې وسپاري .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه ر از په نږدې راتلوونکي کې دافغانستان داسلامي جمهوريت له دولت سره دلسګونو تنو مخالفينو دپيوستون خبر ورکړ او يادونه يې وکړه چې تاسې به په هيواد کې دافغانستان دامنيتي ځواکونو دزياتوبرياليتوبونو شاهدان واوسئ . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته