اقتصاد

دوه اړخيزې اقتصادي همکارۍ دماليې دوزير او د روسيې دسفير دخبرو وړ مسلې وې.

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٤
دماليې وزير د روسيې فدراتيف له سفير سره داقتصادي مسئلو او دوه اړخيزو همکاريو په باب خبرې وکړې.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ .
دماليې وزير اکليل حکيمي نن په کابل کې د روسيې فدراتيف له سفير الکساندر مانتسکي سره داقتصادي او دوه اړخيزه همکاريو په باب خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ دموافقه ليک د پړاونو دبشپړولو او دلاسليک دبهير په ګړندي کولو ، دهغو روسي شرکتونو ملاتړ چې په افغانستان کې فعاليت کوي ،دسوداګرۍ د زياتوالي او د نورو اقتصادي او مالي مسئلو په باب يې خبرې اترې وکړې او پريکړه وشوه چې ددغو موافقه ليکونو دمسودې پړاونه دې په ډير ژر ممکن وخت کې دافغانستان په دولت پورې په اړوندو ادارو کې بشپړاو د روسيې فدراتيف لوري نه دې وليږل شي.
په پاى کې دواړو لورو په سيمه کې وروستيو اقتصادي بدلونونو ته په پاملرنې سره دې د دواړو هيوادونو ترمنځ داقتصادي او تجارتي اړيکو په پياوړتيا او پراختيا بانډې ټينګار وکړ.
ديادونې وړ ده چې دافغانستان او روسيې ترمنځ داقتصادي همکاريو دګډ کميسيون غونډه څه موده مخکې دماليې دوزير اکليل حکيمي په مشرۍ جوړه شوه او د صادراتو،نفتي توکو او اوبلن ګازو،پانګې اچونې ،سوداګرۍ او ترانزيت دظرفيتونو دلوړولو ،صنعت ،ملي سوداګروته دوزيرې دصادرولو اوسپنې پټلۍ ،انرژۍ ،ترانسپورت ،لوړو زده کړو او نورو مهمو مواردو په باب خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته