اقتصاد

دافغانستان دبيلابيلو سکتورونو دظرفيت دلوړولو په باب خبرې وشوې .

-کابل باختر دکب شلمه :
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزى پرون داسيا پاسفيک لپاره دملګروملتو داقتصادي او ټولنيز کميسيون له اجرائيه رييسې ميرمن شمشاد اختر سره وکتل .
  دبهرني چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  ، دکتنې په پيل کې  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دافغانستان دبيلابيلو سکتورونو او په تيره بيا ترانسپورت ، احصائيې ، پانګې اچونې ، سوداګړۍ   دنړۍ دسوداګرۍ  له سازمان سره دافغانستان دنښلولو دبهير دظرفيتونو دلوړولو په لاره کې داسيا پاسفيک لپاره دملګروملتو داقتصادي او ټولنيز  کميسيون رول وستايه او هيله يې څرګنده کړه چې له دغه سازمان سره دافغانستان له نښلولو وروسته پړاوکې ددغه بنسټ همکارۍ دوام وکړي .
په همدې ترتيب دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دسيمه ئيزې  نښلونې دپايه دارې والې دهدفونو دتطبيق او په افغانستان کې له پيښو سره دمبارزې په برخو کې داسيا پاسفيک لپاره دملګروملتو داقتصادي او ټولنيزکميسيون دهمکاريو غوښتنه هم وکړه .
وروسته داسيا پاسفيک لپاره دملګروملتو داقتصادي کميسيون اجرائيوي  رييسې دتاجکستان او پاکستان جمهوريتونو ته دخپلو وروستيو سفرونوپه باب  دسيمې دنښلولو په اړوند معلومات ورکړل او هيله يې څرګنده کړه چې له افغاني مقاماتوسره دکتنې فرصت هم برابر شي .
ميرمن اختر دغه راز وويل: لږو پرمختيايي هېوادونو ته چې افغانستان هم دهغه يوه برخه ده دپايه دارې والې دهدفونو دتطبيق  په لاره کې دمرستې امکانات شتون لري او دغه راز  په تهران  کې داسيا پاسفيک له طبيعي پيښو سره دمبارزې دمرکز دپرانستلو خبر ورکړ .دکتنې په پاى کې ميرمن اختر دعلاقې وړ برخو کې له افغانستان سره دملګروملتو داقتصادي او ټولنيز کميسيون د همکاريو ددوام ډاډ ورکړ .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته