سیاست

د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

-کابل/ د وږي ۱٩مه / باختر
په ډېرې خواشینۍ سره چې د سولې او ثبات دښمنانو نن سهار د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټرونو چې خپل دفتر ته په لاره وو،  د تروریستي برید په پایله کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني  د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال وویل، له دغې درد ناکې پېښې وروسته مې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح احوال واخیست او شکر روغ رمټ دی، خو په دغه برید کې نورو هېوادوالو ته پر اوښتو ځاني او مالي زیانونو سخت خواشینی یم، د شهیدانو کورنیو ته د خپلې  ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوم.
جمهورريیس وویل، تروریستان او د دوی بهرني ملاتړي د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره پر سوله، جمهوریت او د هېواد روښانه راتلونکي چې زموږ د هېوادوالو لویې او اساسي غوښتنې دي، د خلکو کلک باور نشي کمزوری کولی او د تروریستانو پر وړاندې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه به په جدیت او قاطعیت ادامه ولري.
جمهورريیس اړوندو ارګانونو ته د دغې پېښې د هر اړخیزې ارزونې او د ټپیانو د درملنې د لارښوونې ترڅنګ شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه.# پاى- سعده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته