فرهنګ

د ملي اتل دکاليزې او د شهيد د اوونۍ د مراسمو د پرځاى کولو د کميسيون فرهنګي کميټې غونډه وکړه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په مشرۍ نن دملي اتل د شهادت دتلين او د شهيد د اوونۍ د نمانځنې د کميسيون او فرهنګي کميټې غونډه نن جوړه شوه.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
په دې غونډه کې چې د دولتي او غير دولتي رسنيو د يو شمير مسولينو په ګډون جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې په لازيات پرتم سره د شهيد د اوونۍ د نمانځنې په خاطر د تيارى په باب معلومات ورکړل او ټينګار يې وکړ چې رسنۍ دې په دې اوونۍ کې په خپلو خپرونوکې دشهيد درناوى په پام کې نيسي.
دغه راز د رسنيو مسوولينو ژمنه وکړه چې په دې اوونۍ کې د خپلو رسنيو خپرونې د شهيد د اوونۍ د درناوى په پام کې نيولو سره عياروي او دغه راز په همدې مناسبت ځانګړي پروګرامونه خپروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته