امنیت

دافغانستان دامنيتي حالت په باب دنړۍ دورځپاڼو تبصرې.

کابل-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
دنشنل انټرست خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې دامنيتي حالت په باب يو مطلب خپور کړى دى .
ددغې خپرونې په ليکنه د روان کال داګست په مياشت کې په کابل کې په امريکايي پوهنتون بريد په ډاګه کړه چې په افغانستان کې امنيتي ستونزې تر کومې اندازې پورې دي .
خپرونه زياتوي : تروريستانو په آسانۍ سره وکولاى شول ځان ددغه پوهنتون انګړ ته ورسوي او دولس تنه ووژني او څه ناڅه پنځه څلويښت تنه نور ټپيان کړي.
نشنل انټرست زياتوي چې دغه پيښه دافغانستان لپاره يو بل مصيبت و له شته خطرونو سره سره دافغانستان امريکايي پوهنتون بيا په کار پيل وکړ خو خاصه اجازه ترلاسه کړه چې دافغانستان دامنيتي ځواکونو پرځاى دى هغوى په خپله خپل امنيت تامين کړي.
دخپرونې په نظر دغه پوهنتون له دغې پيښې څخه دمعياري امنيت په باب يو مهم درس زده کړ خو په افغانستان کې نورپانګه وال چې په دغه هيواد کې دامنيت په باب انديښمن دي ، اجازه نه لري چې دخپل امنيت لپاره خصوصي امنيتي ملکي شرکتونه استخدام کړي.
دنشنل انټرست په ليکنه افغانستان په وروستيو کلونو کې دتجارتي قرار دادونو دبشپړولو او دانرژۍ په ساحو کې ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.
خپرونې په دې برخه دتاپي دنل ليکې دغځولو قرار دادته چې دترکمنستان ګاز دافغانستان له لارې پاکستان او هند ته ليږدوى، دکاسه -١٠٠٠ دبريښنا قرار داد ته چې مرکزي آسيا دافغانستان له لارې د آسيا له جنوب سره نښلوي او دچابهار پروژې ته اشاره کړې ده .
دخپرونې په نظر په افغانستان کې دامنيتي انديښنو له امله ددغو پروژو دعملي کولو کار کمزورۍ پرمخ ځي.
نشنل انترست دمثال په ډول د ټاپي پروژې يادونه کوي چې لس مليارده ډالري قرار داد دى . او په افغانستان کې دامنيتي انديښنو په خاطر کاريې ځنډول شوى دى .
دکاناډا د ديجيتال ژورنال خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې دبشر دحقوقو دمدافعو ډلو او دهغو افغان کورنيو دغوښتنو په باب چې له حکومت څخه يې غوښتي دي چې په دغه هيواد کې دشيعه ګانو امنيت ته پاملرنه وکړي يو مطلب خپور کړى دى .
ددغه مطلب په پيل کې دبشر دحقوقو د ډلو په غوښتنې تمرکز شوى دى چې په کابل کې دوروستيو پيښو دقربانيانو له کورنيو سره يو ځاى شوي او دافغانستان دحکومت څخه يې دشيعه ګانو دامنيت دتامينولو غوښتنه کړې ده .
دوى په داسې حال کې دغه غوښتې طرحه کوي . چې دتيرې دوشنبې په ورځ دکابل ښار دشپږمې ناحيې په مربوطاتو کې په باقر العلوم جومات کې دځانمرګې بريد له امله څه ناڅه ديرش تنه شهيدان او پنځوس تنه نور ټپيان شول .
دبشر دحقوقو يوه مخکښ کتوونکي پاتريشا ګاسمن ويلي دي : د داعش ډلې په افغانستان کې په شيعه ګانو خپلو وحشيانه بريدونو ته زور ورکړى دى او هغوى ته يې هيڅ خوندي ځاى نه دى پريښى. ديجيتال ژورنال دافغانستان په شمال کې دعاشورا په مراسمو دتيرې مياشتې بريد ته اشاره کوي چې څوارلس تنه پکې ووژل شول.
مخکې له دې هم په کابل کې په شيعه ګانو دوه بريدونه شوي وو چې له امله يې اتلس تنه ووژل شول او داعش مسووليت يې په غاړه واخيست.
خپرونه دمطلب په دوام ليکي چې د داعش افراطي ډلې په کابل کې دشيعه ګانو په مظاهرو دهغه بريد مسووليت هم په غاړه اخستى دى چې له امله يې پنځه اتيا تنه ووژل شول.
د ديجيتال ژورنال په ليکنه د داعش ډلې چې په سوريه او عراق کې ځينې سيمې تر کنترول لاندې لري په افغانستان کې هم دپښې ايښودلو ځاى پيدا کړى دى او په خپله خاوره کې يې طالبانو ته خطر پيدا کړى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته