امنیت

پوليسو ارجيت سنګه دوژنې عاملان پيداکړل .

کابل باختردثور ٢٤مه :
دکابل پوليسو يوه ميرمن  او ميړه ديوه سکه  هېوادوال دوژنې په تور دکابل ښار په اوومه ناحيه کې ونيول
  دباختراژانس دخبرله مخې، دغې ميرمنې  اوميړه دتيرکال دکب دمياشتې په څوارلسمه نيټه يو دوه ويشت کلن سکه ځوان  دکابل ښار ددشت برچي له ساحې څخه وتښتاوه او وروسته يې وواژه .
دکورنيوچارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف کړى دى چې دهېواد دغه سکه  تبعه يې دتيرکال دکب دمياشتې په څوارلسمه نيټه دکابل ښار په ديارلسمې  حوزې پورې اړوند ددشت برچې له ساحې څخه وتښتاوه او دکابل ښار په اوومې ناحيې پورې اړوند ددوغ اباد سيمې ته يې ولېږداوه او له  ناندرو وروسته يې هغه  وواژه .
دکورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې پوليسو  له څيړنواو تحقيقاتو وروسته ددغې قضيې بل عامل دبغلان ولايت  دپلخمري ښار په دويمه حوزه کې وپيژانده او ويې نيوه
دارجيت سنګه  جسد چې ددرمل پلورنې  دوکان يې درلود دهماغې ورځې په سبا په دوغ اباد کې پيدا شو خو دجسد هويت دپيژندنې وړ نه و او په پاى کې په شهداى صالحين  کې ښخ کړى شو خو پرون بيرته له قبر څخه وايستل شو اودهندوباران په دود وسوځول شو .
  ختم- عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته