فرهنګ

د باميانو والي په چين کې د وريښمو لارې په نړيوال فرهنګي نندارتون کې ګډون وکړ

باميان باختر دتلې دمياشتې  دويمه  نيټه  :
د باميانو والي محمدطاهر زهير چين ته په سفر سره د دغه هېواد د ګنسو ولايت له مقاماتو سره د کتنې په ترڅ کې د وريښمو لارې په دويم فرهنګي نندارتون کې ګډون وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د باميانو د والي په دې سفرکې چې له مرکز څخه هم يوشمېر مسوولين ورسره ملګري وو، د دغه ښار د دون خونګ د موزيم تاريخي او فرهنګي آثار او ماستر پلان وکتل.
دغه سفر د چين د ګنسو د والي او د دغه ولايت د حزبي مشر لين دوا په بلنه ترسره شو او د باميانو او د ګنسو د ولايتونو ترمنځ د دوستۍ او خورلنډۍ تفاهم ليک لاسليک شو.
د باميانو والي په دې کتنه کې په باميانوکې موجودو ظرفيتونو او فرصتونه او د باميانو او ګنسو د ولايتونو مشابهتونه يې بيان کړل.
په دې سفرکې د باميانو والي او ملګري هيئت يې د موواګا سمڅې او د دون خونګ ښار د لرغونوآثارو د ساتنې په اکاډمۍ کې د افغانستان د ګنجينو نندارتون هم وکوت.
دغه راز د باميانو والي د وريښمو په دويم نړيوال فرهنګي نندارتوکې چې د ١٢٠هېوادونو استازو پکې ګډون کړى و، وينا وکړه.
د باميانو والي له دغه سفر وروسته پرون د توکيو په نړيوال سمپوزيم کې د ګډون په مقصد جاپان ته سفر وکړ.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته