ورزش

حامدکرزي دهيواد هغه ورزشکاران وستايل چې دلندن دالمپيک په لوبه کې يې وياړ وګاټه

کابل باختر د وږي اوومه
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دهيواد هغه ورزشکاران  وستايل  چې دلندن دالمپيک په لوبو کې يې وياړ وګاټه او له ځانه يې ميړانې  اوزړورتيا  وښودله .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ: په هغو مراسمو کې چې له همدې امله نن په ارګ کې پرځاى شول په داسې حال کې چې دالمپيک دملي کميټې رييس محمدظاهر اغبر هم برخه لرله . دهيواد جمهور رييس  دغازي وزير  محمد اکبر خان عالي دولتي مډال دلندن دالمپيک دسايليو دتکواندو دڅانګې دژيړو مډال راوړونکو  روح  الله نيکپا او دغازي مير مسجدي خان عالي  دولتي مډال دتکواندو دملي ټيم دوو تنو ښوونکو  بشير ترکي  او دجنوبي کوريا تبعه مين سن هاک ته دتکواندو دملي ټيم د ورزشکارانو دروزنې او پالنې په لاره کې  ددوى دهڅو او  هاند  په خاطرورکړل .
دغه راز جمهور رييس  دهيواد پنځه تنه ورزشکاران نثار احمد بهاوي ، تهمينه کوهستاني  ، اجمل فيضي ، مسعود عزيزي  او اجمل  فيصل چې دلندن دالمپيک  په سياليو کې يې ميړانه او وړتيا وښودله وستايل .
جمهور رييس  دروح الله نيکپا  دستاينې په ترڅ کې  چې دبيجينګ او لندن دالمپيک په سياليوکې  يې دوه ځلي هيواد ته د ژيړو مډالونه په سوغات راوړل دهيواد ورزشکارانو ته مبارکي وويله چې دستونزو سره سره يې وکولى شول دالمپيک لوبو ته لاړه پيداکړي اوپه خپل ګډون سره دافغانستان بيرغ  ورپوي .
وروسته دالمپيک دملي کميټې رييس محمد ظاهر اغبر  دخبرو په ترڅ کې په افغانستان کې دورزش دپياوړتيا لپاره دجمهور رييس دملاتړ او پاملرنې له امله قدرداني وکړه او هيله يې وکړه  چې دهيواد ورزشکاران په قوي ورزشي کاروان سره وکولاى شي دبرازيل د ٢٠١٦ کال په المپيک کې  ګډون وکړي ، په ښه توګه وځليږي  او هيواد ته زياتې وياړنې وګټي ددغو مراسمو په پاى کې روح الله نيکپا خپل ورزشي کميس  دسوغات  په ډول دهيواد جمهور رييس ته وړاندى کړ .
ديادونې وړ ده چې دلندن د ٢٠١٢ کال دالمپيک په سياليو کې  دهيواد شپږو تنو ورزشکارانو دتکواندو  ، ځغاستي  اوسوک وهلو په څانګو کې  ګډون وکړ او له دې جملې څخه يوازى روح الله نيکپا دتکواندو په څانګه کې دخپلو پولندي ،مرکزي افريقا اوبريتانوي سيالانو په ماتولو سره وکولى شول دلندن دالمپيک د سياليو دژيړو مډال ترلاسه کړي او افغانستان دنړۍ ديوسلو دوه ويشتو مډال راوړونکو هيوادونو په لست کې شامل کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته