Uncategorized

د خبريالانو ملي اتحاديه: د افغانستان خبريالان په بدو شرايطو کې دي

کابل / د کب ۲۷مه / باختر
د افغانستان د خبريالانو ملي اتحاديه وايي چې افغان خبريالان په ډېرو بدو شرايطو کې دي او دغه اتحاديه په افغانستان کې د خبريالانو د وژنې د قضيو څېړنې ته د حکومت پر بې پروايي اندېښمنه ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د خبريالانو ملي اتحاديې نن د خبريال ملي ورځې په مناسبت په يوه اعلاميه کې ويلي دي: په افغانستان کې په داسې حال کې د خبريال ملي ورځ نمانځل کېږي چې د هېواد په رسنیزې کورنۍ کې د تاوتريخوالي او ظلم سيوری خپور شوی دی او خبريالان په ډېرو بدو شرايطو کې دي.
دغه اتحاديې د خبريالانو د تاوتريخوالي او وژنې د دوسيو په اړوند، د دولت او نړيوالو بنسټونو بې پروايي له ناهيلۍ ډکه بللې او ويلي يې دي چې دا د دې سبب شوې چې په هېواد کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى او وژنې زياتې شي او له نړيوالو بنسټونو، بشري حقوقو او د افغانستان له دولت څخه د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي او وژنو دوسيو ته د رسيدګۍ غوښتنه یې وکړه.
د خبريالانو ملي اتحاديه په دې باور ده چې د رسنیزو کارکوونکو هدفي وژنې، د رسنيو او خبريالانو بد امنيتي او اقتصادي وضعيت، د يوشمېر خبريالانو له خوا د افغانستان پرېښودل او له بهرنيو هېوادونو څخه پنا غوښتنې هغه موارد دي چې د خبريالانو ټولنه تر اغېز لاندې راوستې ده او د دغه وضعيت دوام به ناوړې پايلې ولري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته