اقتصاد

په هرات ولايت کې دزعفرانو دحاصلاتو دراټولولو پيل

 کابل باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
په هرات ولايت کې  دزعفرانو دحاصلاتو راټولولو  کار پيل شوى دى.
دزعفرانو کرکيلې   يا  سرو  زرو په تيره يوه لسيزه کې دهرات دبزګرانو ترمنځ  مطلوب او منلى  دريځ پيدا کړى دى تر دې ځايه پورې چې دکرنې دمسوولينو دڅرګندونوله مخې ، دهرات ولايت  دغوريانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې   په څه دپاسه څلور زره جريبه ځمکه کې  زعفران کرل شوي دي .
دهرات ولايت دکرنې او اوبولګولو دادارې يو مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل :  په دغو ورځو کې چې   دهرات ولايت  دغوريانو ولسوالۍ  دزعفرانو کروندګر  خپل يو کلن محصول راټولوي هيله لري چې  مسوولين ددوى کرنيزو محصولاتو ته بازار پيدا کړي.
ددغې ولسوالۍ  دزعفرانو کروندګر په روان کال  کې دزعفرانو دمحصول دګل  ورکولو دکمښت له امله دناخوښۍ په څرګندولو سره  دهيواد دکرنې او اوبولګولو وزارت له  مسوولينو څخه غواړي چې  په علمې ډول ددغې  ستونزې  جرړې پيدا کړي .
همدا اوس يو زيات شميرميرمنې  او کوچني نجونې هره ورځ  دپنځوسو افغانيو په بدل کې  دزعفرانو  ديوکيلوګرام ګلانو دراټولولو  اوپه اويا افعانيو  له پاڼو څخه  دزعفرانو دجلا کولو له پلوه اجوره ترلاسه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته