امنیت

په فارياب کې د يوې نوې واده شوې ښځې دځان وژنې ناکام اقدام

کابل  باختر دوري دمياشتې ٢٨ :
په فارياب ولايت کې يوې  نوې واده شوې  ځوانې ميرمنې  دځان وژنې په نيت  تيزاب وکارول .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن محمدکريم يورش دباختر آژانس خبريال ته  وويل : دغه ميرمن  دقيصار ولسوالۍ  دتويمس دکلي  اوسيدونکې ده   چې له  خپل واده څخه پنځه ورځې وروسته يې دکورني تاوتريخوالي په دليل په ځان وژنې لاس پورې کړ او تيزاب يې وکارول.
يوه اړونده خبرځاى وويل ؛  دغه ميرمن په ډير لنډ ممکن وخت کې دميمنې ښار دافغان ترک روغتون ته وليږدول شوه او روغتيايي حالت يې همدا اوس مخ په ښه والي بلل شوى دى.
ددغې ميرمنې دکورنۍ يو  غړى  وايي چې ددغې ميرمنې واده په جبري ډول  شوى و  او هغه  خوښه نه وه  چې  له خپل ميړه سره  ژوند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته