ټولنه

په هرات کې دبې سنده موټرونو راټولول

 کابل  باختر دوري دمياشتې ١٢ :
څه دپاسه سل  بې سنده موټرونه  دهرات دپوليسو په عملياتو کې راټول کړاى شول.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ مسوولين وايي ؛  دغه پروګرام دهرات ولايت  دپوځي شورا دپريکړې  او دترافيکي چارو دښه سمون ، د پيښو دمخنيوي  او دغير قانوني وسايطو په واسطه د ورانکارو عملونو دمخنيوي په مقصد دهرات په ښار  او اړوندو ولسواليو کې ترلاس لاندې نيول شوي دي.
له دوو مياشتو را په دې  خوا  دبې سنده موټرونو دراټولولو کار پيل شوى دى   چې تراوسه پورې  څه دپاسه سل  دغه شان موټرونه راټول او دترافيکو مديريت ته سپارل شوي دي.
دځينو شميرنو له  مخې ؛ په افغانستان کې څه دپاسه څلور سوه زره بې سنده موټرونه شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته