ټولنه

خبرتيا.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې خبرتيا .
د ژوندانه دچاپيريال ساتنې ملي اداره دهوا دککړتيا دمخنيوي او دکابل او دهيواد دنورو ښارونو داوسيدونکو د روغتيا او سلامتيا دساتنې په مقصد دنقليه وسايطو خاوندانو او چلوونکو ته خبر ورکوي چې دخپلو وسايطو ماشينونه چې تخنيکي عوارض لري ،لوګي او نور زيان رسوونکي عناصر
خپر وي او دهوا دککړتيا د زياتوالي سبب کيږي ددغې خبرتيا دخپرولو له نيټې څخه تر يوې اوونۍ پورې دې دخپلو وسايطو دماشينونو تخنيکي عوارض لرې او دښار په واټونو کې خپل ګرځيدل د ژوندانه دقانون ،دهوا ککړتيا،کمښت او مخنيوي او کمښت دمقررې او دملي استندردونو له مخې عيار کړي له دې پرته د دوى نقليه واسطې د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دپلټوونکو له خوا دکورنيو چارو وزارت دترافيکو دپوليسو په همکارۍ درول کيږي او په هغوى نغدي جريمه تطبيق کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته