نړۍ

دمعاصر هنرنندارتون په المان کې جوړشو

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٤ :

دمعاصر هنر نړيوال نندارتون دافغان هنرمندانو په پراخ گډون  په المان کې جوړشو.

 ( داکومنتا) يا دمعاصر هنر نړيوال نندارتون داثارو دښوولوپه پراختيا ، دهنرمندانو په معرفي کولو اودهغو ترمنځ داړيکو دتينګښت په لاره کې په هرو پنځوکلونوکې دالمان په کاسل ښارکې جوړيږي.

ددغه نندارتون په ديارلسم پړاو کې چې دجوړيدو په حال کې دي افغانستان دپنځلسو هنرمندانو په ګډون سره ځانګړي دريځ غوره کړي دي.

امان مجددي ، خادم علي ، قاسم فوشنجى ، مسعودکمندى ، زينب حيدرى ، محسن تاشه ، مريم غني  او راهي عمرزاد له هغو افغاني هنرمندانو څخه دي چې په هنري اثارو سره يي په دي نندارتون کې ګډون کړي دي.

دغو هنرمندانو په ميناتوري ، ويديو آرت ، دعکس اودديوالى انځورګريو اودفلم په ټولګي سره دنړۍ  دنورو هنرمندانو اودنورو برخه والو پاملرنه ځانته جلب کړي ده.

په دې نندارتون کې دافغان هنرمندانو اثارو ته ځانګړي ودانۍ اختصاص کړي شوې ده.

له بلي خوا په دې نندارتون کې دوه تنه افغان  برخه وال هنرمندان محسن تاشه  او زينب حيدري  دجوړونکو له خوا يي له دوه سوه تنو هنرمندانوڅخه دډيرو ځوانو هنرمندانو په توګه ټاکل شوي دي .

دمعاصر هنر نړيوال نندارتون دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه دسلګونو تنو هنرمندانو په ګډون جوړشوي  او دشلوورځولپاره دمينه والو اوهنرمندانو پرمخ پرانستي دي .

دباختراژانس دخبرله مخې  ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې په المان کې دافغانستان سفارت ځينو مسوولينو هم برخه اخيستي وه.                            

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته