امنیت

په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ٥٦ داعشيان ووژل شول

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٥:
په ننګرهار ولايت  کې دداعشيانوپه  پټنځايونو په نويو هوايي اوځمکنيو بريدونو کې ٥٦ تنه  داعشيان ووژل شول.
دغه بريدونه په تيرو ٢٤ ساعتو کې د دوربابا ، کوټ  او اچين  ولسواليوکې دداعشيانو په سنګرونو ترسره شول .
د خبرځاى  دڅرګندونوله مخې :  په دغو بريدونو کې  له جنګي وسايلو سره دداعشيانو  څو پټنځايونه هم  له منځه  تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته