سیاست

دعالمانو دشورا او دسولې دعالى شورا ګډ هيت سعودي عربستان ته لاړ.

دعالمانو دشورا او دسولې دعالى شورا ګډ هيت سعودي عربستان ته  لاړ.
مسوولين :  ددغه سفر هدف دسولې د دريځ پياوړتيا ده.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دسولې دعالي شورا يوهيت  پرون داسلامي هيوادونو دهمکاريو سازمان په غونډو کې دګډون په مقصد سعودي عربستان ته لاړ.
دسولې دعالي شورا مقاماتو ويلې دي  داسلامي هيوادونو دهمکاريودسازمان په سراسرى غونډه کې دافغانستان دسولې دعالي شورا او دعالمانو دشورا د استازو دګډون  هدف په افغانستان کې دسولې دتامينولو په لاره کې داسلامي هيوادونو د همکاريو جلبول دي .
د سولې د  عالي شورا مقاماتو رسنيوته  ويلي دي  دسولې د  عالي شورا   د هيت د سفر  په اجندا کې له طالبانو سره کتنه  نه ده ټاکل شوې خو په هغه صورت کې چې د طالبانو استازې  د دغه  شورا   له هيت سره دکتنې غوښتنه وکړي دسولې عالي شورا  له دغه شان کتنې سره مخالف نه  ده او دغه راز خبروته  چمتو ده .
دغه راز دسولې دعالي شورا مسوولينو ويلې دي  په هغه صورت کې چې داسلامي هيوادونو دهمکاريو دکنفرانس ترڅنګ که چيرې په سعودي عربستان، ترکيې او يا په متحده عربي امارات  کې د طالبانو لپاره د دفتر دپرانستلو مسله طرحه شي افغانستان به ورسره  مخالفت ونه کړى .
دسولې دعالي شورا مرستيال مولوي عبدالحکيم مجاهد سعودي عربستان ته ددغې شورا د هيت دسفر په باب دباختر آژانس خبريال ته وويل   :
د  سولې عالي شورا  په  پام کې  لري چې داسلامي عالمانو له کنفرانس  وروسته 
چې څه موده مخکې په کابل کې جوړ شو  دسولې دعالي شورا او دعالمانو د شورا د  استازو په  ګډون ګډ هيت دسعودي  عربستان او د  نورو  اسلامي هيوادونو   له مقاماتو او عالمانو سره دسلامشورو په مقصد دغه هيواد ته سفر  وکړي.
ده سعودى عربستان ته دسولې دعالي شورا او دعالمانو دشورا دهيت دسفر هدف داسلامي عالمانو دکنفرانس له پريکړو سره دسعودي عربستان ملاتړو باله چې په کابل کې جوړ شوى و.
دسولې دعالي شورا ويندوى مولوي شهزاده شاهد رسنيوته ويلي دي چې ددغه اووه کسيزه هيت مشرتوب دافغانستان دعالمانو د سراسري شورا رييس مولوي قيام الدين کشاف په غاړه لري .
په دې کنفرانس کې د دوه پنځوسو اسلامي هيوادونو استازو ګډون کړى دى چې په افغانستان کې به دسولې او ثبات د اعاده کولو لپاره د دوى همکاري جلب شي.
ده وويل  :  افغان هيت به په مشخصه توګه  دجدي دغونډو له برخه والو څخه وغواړي دغه ټکى تفهيم کړي چې مسلمانان د ديني ارشاداتو او اسلامي نصايحو له لارې خپلې  جګړې او ستونزې حل او فصل کړي .  موږ غواړو دغه ټکې څرګند کړو چې جګړه دحل لاره نه ده .
مولوي شاهد ټينګار وکړ چې دسولې عالي شورا په ترکيه او يا سعودي عربستان کې د طالبانو د دفتر دجوړولو مخالف نه دى خو د دفتر له جوړولو څخه مخکې ددغه شان دفتر  د  جوړولو دڅرنګوالي   په باب اختلافي مسلې حل  شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته