ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزير له معترضو محصلانو سره غونډه وکړه

کابل باختر د تلي ١٨
  دلوړو زده کړو وزير نن داستاد رباني  شهيد دښوونې او روزنې پوهنتون له معترضو محصلانو سره په غونډهکې هغوى ديوبل منلو فرهنګ ته راوبلل .
دباختر اژانس دخبر له مخې: دغومحصلانو له څو ورځو راپديخوا ددغه پوهنتون دنامه دبدلون پرخلاف داعتراض په توګه په مظاهرو لاس پورې کړي دي .
  په دې غونډه کې دلوړو زده کړو وزير ډاکتر عبيدالله عبيد محصلانو ته وويل چې دمحصل اصلي دنده دعلم او پوهې زده کړه ده اوبايد دفرصت غوښتونکو کسانو له خوا دناوړې استفادې وړ ونه ګرځي .
  ده دهيواد دخپلواکي او ازادي دلارې شهيدانو ته اشاره وکړه اوزياته يې کړه: هغو شخصيتونو چې ددر
ملت لپاره يې سرونه قرباني کړي دي هيله لرله چې افغان بچيان دعلم او ترقي  په تګلورې کې ګام واخلي او خپل هيواد دځلانده راتلونکې په لور رهبري کړي .
  دلوړو زده کړو وزيرله محصلانو څخه وغوښتل چې د دوستي او پيوستون په فضا کې دې يوازې او يوازې علم زده کړي او خپل هيواد له هغه کړاو څخه چې دمسلکي اوژمنو کادرونو دکمښت له پلوه يي زغمې وژغوري .
ده دغه راز دهيواد دښمنانو دسيسو او هغو زيانونو ته يې خلکو دتاريخ په اوږدو کې له دغو  دسيسو   څخه ليدلي دي اشاره وکړه  او د ځوان نسل په تيره بيا د محصلانو او د هيواد دزده کړې خاوندو ځوانانو په هوښيارۍ اوويښتيا باندې تينګار وکړ .
پوهاند عبيدالله وويل چې دهيواد جمهور رييس  او دلوړو زده کړو وزارت دمشرتابه هيئت دمحصلانو دنظريو او غوښتنو درناوى  کوي او دغه زغم  ددې لپاره دي چې دافغان ځوان او محصل نسل ارزښتناک وخت  بيځايه  ضايع نه شي او درسي  نظام يې ګډوډ نه شي .
  ديوبل خبر له مخې: دجمهور رييس  له حکم سره سم ټاکل شوى ده  دا کاميت خصوصي روغتون وپيرودل شي او دزړه دناروغيو دملي انستيتوت لپاره دکابل ددطبي  پوهنتون په چوکات کې فعاليت وکړي.
په همدې مقصد دلوړو زده کړو دښار جوړولو د چارو او دعامې روغتيا د وزيرانو او دچارو د اداري دلوى رييس په ګډون دجمهور رييس له خوا موظُف هيئت ديوې غوندې په ترڅ کې  پريکړه وکړه چې ددغه پوهنتون بيه دې  تر يوې اوونۍ پورې وټاکي او رپوټ يې جمهوري رياست ته وړاندې شي .
دغه روغتون  ديو قرار داد له مخې په لندن کې ديو ميشت افغان له خوا په  ١٣٨٤ کال کې دکابل طبي پوهنتون ته څيرمه په دولتي ځمکه کې جوړ شوي دي .
دلوړو زده کړو وزير وويل چې ددغه روغتون دپيرودنې او دزړه  دناروغيو په انستيتوت د هغه دبدلونونو په صورت کې به نه يوازې دطبي  پوهنتون ملکيت بيا په دغه پوهنتون پورې  اړه پيداکړې بلکې په هيواد کې دزړه  ناروغانو ته دښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې به اغيزمن ګام واخستل شي .
ديوبل خبر له مخې: دنړۍ دروغتيايي  سازمان عملياتي رييس  نن دلوړو زده کړو له وزير سره  په کتنه کې دلوړو زده کړو له وزارت سره ددغه سازمان دمرستو د زياتوالې  خبر ورکړ .
  په دې کتنه کې دلوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيد الله عبيد دکابل دطبي پوهنتون او په هيواد کې  دطب دپوهنځيو دمعياري کولو  په خاطر ددغه وزارت دپروګرامونو يادونه وکړه  او په دې برخه کې يې دهغوى دمرستو په پراختيا کې دنړۍ دروغتيايي سازمان د پاملرنې له امله قدرداني وکړه.
ده وويل: دغه هدف ته د رسيدو لپاره په درسي نصاب کې  بدلون ،مجربو استادانو ، سمبالوکتابتونونو ، لابراتوارونو ، انترنت او د اړتيا وړ نورو تکنالوژي ته اړتيا ده چې دنړۍ روغتيايي سازمان کولى شي په دې برخه کې همکاري وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته