ټولنه

په جلال آباد کې ددولسو کيلومترو په اوږدوالي دسړک دترميمولو کارپيل شو

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٥ :
دننګرهارولايت  دکوز کونړ په ولسوالۍ کې  ددولسو کيلومترو په اوږدوالي دسړک  دترميمولو او جوړولو کار نن بيا پيل شو.
دغه سړک د دولسو کيلومترو په اوږدوالي او د اوو مترو په سور  دکوز کونړ  دولسوالۍ  له مرکز څخه  دکاشکوټ  ترلومړۍ برخې پورې بيا رغاول کيږي.
دننګرهار ولايت دفوايد عامې رييس د باخترآژانس خبريال ته وويل : د دغه سړک دترميمولو اوبيا جوړولو کار دنړيوال بانک په مالي مرسته ديو سلوپنځوس اعشاريه  دوه سوه ديرشو مليونو افغانيو په لګښت پيل شوى دى  چې دفوايدعامې وزارت له خوا په يو کال کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې کيږي.
د ده دڅرګندونو له مخې : دسړک په  دواړو غاړو کې  ٤٣ پلګي ، ١١ معبرونه  او  ١٣ استنادي ديوالونه هم شامل دي.
ددغه سړک دکار دپيل په مراسمو کې  دننګرهار والي مولوي عطاالله لودين وويل:  په تيرو ديارلسو کلونو کې  زياتې اقتصادي پرمختياوې شوي دي  چې ددغه سړک  جوړول هم د دغو پرمختګونو يوه بيلګه ده.
والي دفوايد عامې درياست  دسړک جوړولو دشرکت له مسوولينو او کارکوونکو څخه چې دسړک په جوړولو کې ونډه لري وغوښتل چې له قرارداد سره سم دې  دغه سړک  په تثبيت شوي نورم سره جوړ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته