نړۍ

د شمالي کوريا نوى راکټي آزمايښت

سيول ورلدنيوز باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٣ :
شمالي کوريا نن سهار يو بالستيک توغندى آزمايښت کړ.
د جنوبي کوريا د پوځي خبرځايونو د اعلام له مخې، دغه توغندى دچين پولې ته څېرمه د شمالي کوريا له يوې ناحيې څخه ختيځ سمندرګي ته توغول شوى دى .
له دغه آزمايښت وروسته د جنوبي کوريا جمهور رئيس د دغې موضوع د څيړنې لپاره د دغه هېواد د ملي امنيت شورا د غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه.
دا په روان ميلادي کال کې د شمالي کوريا يوولسم علني راکټي آزمايښت دى.
امريکا او جاپان هم د شمالي کوريا نننى راکټي آزمايښت تائيدکړى دى او د امريکا جمهور رئيس دونالدترامپ د شمالي کوريا په دې راکټي آزمايښت انتقاد کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته