کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١ :
افغان او نړيوالو پوځونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې ديولړ چاڼيزو عملياتو په بهيرکي
شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
افغان اونړيوالو ځواکونو دلوگر ، پکتيکا اوقندهار په ولايتونو کې ديولړ چانيزو عملياتو په بهيرکي شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل ، درې تنه ټپيان او شپږ تنه نوريې ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې : افغان امنيتي ځواکونو شپږماينونه چي دوسله والو مخالفينو له خواد پکتيکا او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ښخ کړاى شوي و کشف اوشنډ کړل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ