امنیت

په ميدان وردګوکې د ملي اردو په پوستو د طالبانو پراخ بريدونه

کابل باختردچنګاښ دمياشتې٣٠ نيټه :    
د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې تېره شپه دملي اردو په پوستو دوسله والو طالبانو له خوا پراخ بريدونه وشول.
دپيښې عيني شاهدان وايي چې دوسله والو طالبانو په د غو بريدونوکې دملي اردو سرتيرو ته د سر زيان اوښتى دى.
دوى وايي: يرغلګرو د پوستو له نيولو وروسته هغې يې وسوحولې                           خو د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل له باختر آژانس سره په اړيکه کې  د وسله والوطالبانو له خوا دپوستو نيول اوپه دغه بريد کې پوځيانو ته دسر د زيان  اوښتل رد کړل.
ده وويل: دوسله والو طالبانوپه دغه بريدکې دملي اردو درې تنه سرتيري ټپيان شوي دي .
منګل وايي چې په دې بريد کې دوسله والو طالبانو د ډلې جګپوړي قوماندان قاري قدرت الله له خپل يو ملګري سره وژل شوى دى.
ده وويل: کومکي ځواکونه سيمې ته رسيدلي او اوس په نرخ کې حالت عادى شوى دى.
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته