امنیت

دپوليسو يو سرتيرى شهيد شو.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٧
دهلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې نن دځانمرګې بريد له امله دپوليسو يو تن سرتيرى شهيد او دوه تنه ملکي وګړې ټپيان شول .
دهلمند دوالي ويندوى  عمرځواک باختر آژانس ته وويل  :  دغه ځانمرګى  بريد دمارجې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته څيرمه و شو.
ده وويل  :  چې په دغه پيښه کې دپوليسو يو سرتيرى شهيد ، د يو ښوونکې په ګډون  دوه تنه ملکي وګړي او دتيلو دټانک يو کارکوونکې  ټپيان شوي دي.
ځواک زياته کړه  ، چې يرغلګر پلې و او غوښتل يې دقوماندانۍ ودانۍ ته ننوځي چې  دپوليسو له خوا  وپيژندل شو او ځان يې وچاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته