کابلباختر دزمري ٧ مـــــه
د ملي اردو پو ليسو دځوا کو نو دعمليا تو په بهير کې څلور تنه يا غى طالبان ووژل شول ، يو تن ټپي شو او يوولس تنه نور يي ونيول شول
د کورنيو چارو و زارت مطبو عا تي دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ : دملي پو ليسو ځوا کو نو په تيرو څلرويشتو سا عتو کې دملي اردو ، ملي امنيت اود ايتلاف له قو تو نو سره په ګډو هلو ځلو کې دننګر هار ، کندز ، سرپل ، غزني ، هلمند اود لغمان د ولايتو نو په مربوطاتو کې يولړ عمليات ترسره کړل چې له ا مله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول، يو تن ټپي شو او يوولس تنه يي ونيول شول
دغه را ز په دغو عمليا تو کې ديو توغندي ويشتو نکى يوې پيکاو يوې تومانچى ددرندو وسلو دديارلسو ګوليو ، دسپکو وسلو دڅلور زره اووه سوه پنځه اتيا ګوليو ، نهو ماينو نو ، شپږو لاسي بمو نو ، اتو کيلو ګرا مو نشه يي تو کو ، اتيا کيلو ګرا موچاو ديدو نکو تو کو، څلورو شا ژورو نو، دوو موترسايکلونو اوديو موتر په ګډون يوه ا ندا زه درا نده اوسپک جنګى وسايل هم د ملي پو ليسو دځوا کو نو لاس ته ورغلى دي
ديو بل خبر له مخې د هيواد دملي پو ليسو منسو بينو پرون څلور بوشکى چاوديدونکى تو کي او يو ريموت کنترول ماين چې د افغا نستان دخلکو دسو لې او ثبات ددښمنا نو له خوا د ورا نکارو او ترو رستې عملو نو د تر سره کولو لپاره دقند هار او فاريا ب د ولايتو نو په مر بو طاتو کې ځاى پرځاى کړى شوى وو کشف او له منځه وړى دي