سیاست

جمهوررئیس غني تاجکستان ته له یو ورځني سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو

کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د "کاسا زر پروژې" د غړو هېوادونو د مشرانو په دویمه ناسته کې د ګډون په خاطر د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته تللی و، نن مازیګر بېرته هېواد ته راستون شو.
جمهوررئیس غني پرون ماسپښين د دغه کنفرانس په څنډه کې د تاجکستان له جمهوررئیس امام علي رحمان او د قرغزستان له صدراعظم سورونبای جیین بیکوف سره په جلا جلا توګه وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو کتنو کې هغوی د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا په ځانګړي ډول د ټرانزیټ، سوداګرۍ، د وسپنې پټلۍ، برېښنا، د کاسازر پروژې د پلې کولو په څرنګوالي، افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو په ورکړې او د علاقې وړ نور موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته