ټولنه

د مخابراتو وزارت: شپږ وېب سایټونه طرح او جوړ شول

 کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، دولتي ادارو ته شپږ وېب سایټونه طرح او جوړ کړل.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ویلي دي چې دغه وېب سایټونه يې له "محتوا" مدیریتي سیستم څخه په استفادې سره چې مسوولیت یې د دولتي ادارو د وېب سایټونو د ستونزو لرې کول دي؛ جوړ کړي دي.
دغه وېب سایټونه په کابل پوهنتون، پښتني بانک، د جمهوري ریاست په لومړي معاونیت، افغاني سرې میاشتې، په ملي مصالحې عالي شورا او فواید عامې وزارت کې جوړ شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغو ادارو اړوندو کارکوونکو ته زده کړه يیز پروګرامونه هم برابر کړي دي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته