امنیت

وسله والو طالبانو بيا دمرزا اولنګ دخلکو په کورونو ډزې وکړې .

کابل باختر دلړم لومړى :
څلور تنه وسله وال طالبان نن سهار په سرپل کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند وارث  وهاج باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان ددغه ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې  په دريو کليو له بريدونو وروسته دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا ووژل شول .
دسرپل دوالي وياند ذبيح الله اماني وايي چې وسله والو طالبانو تيره شپه دلنډ مهال لپاره دتبر ، تغاى خواجه او دګذرکلي ونيول خو دسيمه ئيزو پوليسو او دوګړني پاڅون دځواکونو په ګډون دکومکي قوتونو په رسيدو سره دغه کلي بيا دپوليسو تر ادارې لاندې راغلل .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه وسله وال طالبان او دوګړني پاڅون دوه تنه پوليسان ټپيان شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، وسله والو طالبانوپرون دصياد ولسوالۍ  په مرزا اولنګ دره کې داستوګنې کورونو ته اور واچاوه
  ددغې درې اوسيدونکو له مرکزي  حکومت او سيمه ئيزو چارواکو څخه په بشپړه توګه په دغې ولسوالۍ کې دامنيت دتامينولو لپاره دپراخو عملياتو دترسره کولو غوښتنه وکړه .
يوشمير دغه اوسيدونکي وايي چې موږ نور دناامنيو او دخپلو ځوانانو دوژل کيدو له امله ستړې شوي  يو موږ هم  دسولې په فضا کې دژوندون حق لرو زموږ ماشومان روحي ارامي ته تږي دي دمهرباني له مخې زموږ امنيت ته پاملرنه وکړئ .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته