کابل/ د ثور٤ يمه/ باختر
په هلمند ولايت کې د دوو روغتيايي مرکزونو د جوړولو کار نن پيل شو.
ټاکل شوې ده دغه مرکزونه د خانشين ولسوالۍ په ډيرو لرو پرتو سيمو کې جوړ شي.
د هلمند دعامې روغتيا رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې په خانشين ولسوالۍ کې د دغو دوو مرکزونو د ودانيو د جوړولو کار نن پيل شوی دی.
ټاکل شوې ده، دغه روغتيايي مرکزونه د نړيوالو مرستندويو بنسټونو له لورې په شپږو مياشتو کې جوړ شي.
دغه روغتيايي مرکزونه به بيلابيلې څانګې ولري او اصلي هدف يې د مور او ماشوم د ژغورنې لپاره د نسايي او ولادي څانګي جوړول دي.
د هلمند د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې د دغو روغتيايي مرکزونو له جوړولو وروسته ياد مرکزونه په درملو او روغتيايي تجهيزاتو سمبالوي او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره روغتيايي کارکوونکي په دغو مرکزونو کې په دندو ګوماري.
د خانشين ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې د دوى په سيمو کې د روغتيايي مرکزونو
د نشتوالي په دليل اړ و، چې خپل ناروغان د درملنې لپاره د ولسوالۍ بازار او آن
د لښکرګاه ښار ته وليږدوي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې په موسی کلا ولسوالۍ کې هم د درېيو روغتيايي مرکزونو د جوړولو کار پيل شوى و.
\ ذ