اسلام آباد دي نيوز باختردلړم دمياشتې ٢٧ :
دپاکستان په جنوب لويديځ بلوچستان ايالت کې پرون د يوتن ځانمرګې بريدکوونکې دبريد له امله، څه ناڅه د دوو تنو امنيتي مامورينو په ګډون څلور تنه ووژل شول.
دچېن دسينهوا دخبري اژانس دخبرله مخې، دپاکستان په دولت پورې اړوند دمليشو دځواکونو قوماندان طلعت مسعود وويل: امنيتي مامورينو په يوه معمولي ګزمه کې يو مشکوک موټر دپلټنې په خاطر ودراوه چې ددغه موټر يوې سپرلۍ ځان وچاوه.
د دغي چاودنې له امله دوه تنه امنيتي مامورين ووژل شول. په دې بريد کې خپله ځانمرګې بريدکوونکى او د دغه مشکوک موټر يوه سپرلۍ هم وژل شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ