ټولنه

په يوه کورنۍ کې دوه مرموزې وژنې

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢١
په بغلان ولايت کې ديوې کورنۍ دوه تنه غړي په مرموز ډول ووژل شول.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستيال جاويد بشارت باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه کسان دپلخمري ښار په مربوطاتو کې ډزو سره وژل شوي دي .
دپلخمري ښار دلومړۍ امنيتي حوزې آمر څارمن ذبيح الله وايي : ديوې کورنۍ دوه تنه غړي چې ديوبل اوښي وو په نامعلوم دليل وژل شوي دي .
ده وويل لومړنۍ څيړنې په ډاګه کوي چې قاتل له هغه وروسته چې خپل اوښى يې وواژه ،خپل ځان يې هم وژلى دى ويل کيږي : دپيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او ددې پيښې اصلي علت لاتراوسه پورې څرګنده نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته