اقتصاد

په لوګر کې ١٦٦ هکتاره کرنيزوځمکو ته اوبه برابرې شوې

 پل علم  باختر دلړم دمياشتې ١٢ نيټه :
د لوګر ولايت په محمدآغې ولسوالۍ کې د اوبورسولو يوکانال پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د لوګر ولايت دکرنې اواوبولګولو رئيس انجينرمحمددين مومند باخترآژانس          ته وويل ؛ دغه کانال دڅه ناڅه  اتلسو ميليونو افغانيو په ارزښت د لوګر ولايت دمحمدآغې ولسوالۍ په سرخ آباد کلي کې افتتاح او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
مومند زياته کړه  دغه کانال دڅه دپاسه ٢٦٠٠ مترو په اوږدوالي د(کلب) پروګرام  له خوا په شپږو مياشتو کې جوړ شو دچې  ٢ سترې دروازې ،  ٥٧ کوچنۍ  دروازې  او ٦پلګوټې لري   او ١٦٦هکتاره کرنيزه ځمکه  خوړبوي.
داوبو رسولوددغه کانال په پرانستلو دلو ګر ولايت يوشمير مسوولينو شتون درلود .
دلوګر د والي  مرستيال قمرالدين شکيب  وويل  چې  ددغه کانال په  جوړيدو سره به  داوبو دضايعاتو مخه و نيول شي اوددغې ولسوالۍ له اوسيدونکوڅخه يې وغوښتل  تر څو ددغه  کانال په ساتنه  او څارنه  کې دې همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته