امنیت

دپروان ولايت مسوولين وايي چې دملي امنيت رياست دموظفينو له خوا څوارلس تنه ماشومان دتښوونکو له منګولو څخه ازاد شول .

په افغانستان کې د ایساف د ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان آلن د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي ته پرون د یوه لیک په را لیږلو سره ویلي دي، خپلو ټولو قطعاتو ته یې لارښوونه کړې ده چې په اورپکو باندې د قوې د استعمال پرمهال د ملکې خلکو د سر د ساتنې په موخه په خپلو لارو چارو له سره غور وکړي او دغه قطعات باید د دسمبر تر پنځمې نېټې پورې ډاډ راکړي چې دغه لارښوونې یې عملي کړي دي.

جنرال جان آلن څرګنده کړې ده، په خواشینۍ سره باید ومنو چې په تېره یوه اوونۍ کې د هغو عملیاتو له امله چې په هغوکې د ایساف ځواکونه ښکیل و، د ملکې وګړو مرګ ژوبله یې له ځان سره لرله.

د ایساف قوماندان په دغه لیک کې زیاته کړې ده لکه څنګه چې مې په افغانستان کې د ایساف د ځواکونو د قوماندانۍ د مسوولیت له اخیستلو وروسته په پرله پسې ډول له تاسو جلالتمآب سره دا موضوع مطرح کړې ده چې ماته د افغانستان د ملکې وګړو ساتنه ډیر ارزښت لري او په افغانستان کې زموږ د ماموریت محور جوړوي.

جنرال جان آلن ویلي دي، ما  د ایساف ټول پرسونل او اړوندو ادارو ته په جدي ډول  لارښوونه کړې ده چې دا ډول پیښې وڅیړي او د هغو د  تکرار د مخنیوي لپاره ساتندویه لازم تدبیرونه  تر لاس لاندې ونیسي.

د ایساف قوماندان په خپل دغه لیک کې حامدکرزي ته ویلي دي، تاسو ته ډاډ درکوم هغه عملیات چې د ملکې خلکو د مرګ ژوبلې سبب کیږي، پخپله زما ترجدي پاملرنې لاندې نیول کیږي. دا ډول ټولې پیښې په بشپړه توګه څیړل کیږي او د مخنیوي لپاره به یې وقایوي او اصلاحي اقدامات ترلاس لاندې ونیول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته