سیاست

ستر جنرال عبدالرشيد دوستم : ډار اچوونکي به دخپلو ټولو جنايتونو ځواب ووايي .

کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
دجمهوري رياست لومړى مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن دهيواد دشمال دولايتونو دامنيتي حالت دڅيړنې په مقصد له کابل څخه دجوزجان ولايت ته ورسيد .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دجمهوري رياست لومړى مرستيال په دې سفر کې لومړي دمزارشريف  نړيوال هوايي ډګر ته ورسيد چې دخلکو دځينو استازو او دافغانستان داسلامي ملي غورځنګ  ګوند دفعالانو له خوا يې هرکلى وشو او ديوه لنډ تم په ترڅ کې يې له دوى سره وکتل او خبرې ورسره وکړې او وروسته دهيواد دهوايي پوځ دهليکوپترونو په سپرلۍ له خپلو  ملګروسره دجوزجان ولايت ته روان شو .
دجمهوري رياست  لومړي مرستيال دشبرغان ښار ته د رسيدو په وخت کې دجوزجان دوالي ، امنيتي مسوولينو ، دولايتي شوراګانو داستازو ښځو او دافغانستان داسلامي ملي غورځنګ  ګوند د فعالانو له خوا هرکلى وويل شو .
په هغې غونډه کې چې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال دهرکلى په مقصد دجوزجان ولايت  په مقر کې  جوړه شوې وه ددغه ولايت والي لطف  الله  عزيزي دجوزجان ولايت  دامنيتي حالت په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې اوس امنيتي حالت دبل هروخت په نسبت ددغه ولايت  په مرکز او اړوندو ولسواليو کې ښه دى او دامنيتي ځواکونو عملياتو هم زيات برياليتوبونه لرلې دي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دجوزجان له والي او ددغه ولايت له مشرانو سره دکتنې په بهيرکې دهيواد په بيلابيلوسيموکې ددولت دوسله والو  مخالفينو دوروستيو بريدونو دغندلو په ترڅ کې او دفارياب  اوکندز په  ولايتونو او دهيواد په نورو سيمو کې  وروستيو ناامنيو ته په اشارې سره  زياته کړه چې دافغانستان امنيتي ځواکونه دتروريستانو او ډار اچوونکو دهر راز بريدونو دشنډولواو په شاتمبولو  ځواکمني  لري او دجګړې  په ډکر کې مخالفينو ته ماتې ورکوي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې تروريستان او دافغانستان دښمنان به دخپلو ټولو جنايتونو او ډار اچونو ځواب ترلاسه کړي او دهغوى هيڅ يو ورانکار عمل به دهيواد دفاعي او امنيتي ځواکونو له خوا بې ځواب پاتې نه شي .
  دجمهوري رياست لومړي  مرستيال وويل چې له جمهور رييس محمد اشرف غني سره يې دافغانستان دامنيتي حالت په باب  خبرې  کړې دي اوکله چې  جمهور رييس لارښوونه وکړي ددښمن دځپلو په خاطر  به دهيواد هرې سيمې ته لاړشي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  ټولو خلکو ته ډاډ ورکړ چې حکومت به دهغوى ټولې غوښتنې او اړتياوې وڅيړي او په ډير لنډ ممکن وخت کې به دهغوى دسيمو امنيت تامين کړي ځکه دافغانستان دښمنان له تسلميدو او ياهم له وژل  کيدو پرته بله چاره نه لري .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال څرګنده کړه چې طالبانو په کندز او دهيواد په نورو سيموکې له هيڅ راز جنايتکارانه  عمل څخه ډډه نه ده کړې اوخلک يې ځورولي دي
ددغې کتنې په پاى کې  دجمهوري رياست لومړي مرستيال دامنيتي اودفاعي بنسټونو له ځينو مسوولينو سره ګډه غونډه جوړه کړه او دجوزجان ولايت دبيلابيلو سيمو امنيتي حالت يې وڅيړه  اوزياته يې کړه هلې ځلې کيږي چې په جوزجان  او دهيواد په نورو سيموکې بشپړ امنيت تامين شي ځکه دڅيړنې هدف دامنيت او دسولې اوثبات ټينګښت او تامينول دي او بشپړ باور شته چې امنيتي ځواکونه کولاى شي مخالفينو ته ماتې ورکړي .
  په دې غونډه کې امنيتي  او دفاعي مسوولينو هم دجوزجان ولايت  داړوندو ولسواليو او دهغه دګاونډيو  ولايتونو دامنيتي حالت په باب هم مفصل  رپوټونه وړاندې کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته