ورزش

دالکوزي دکرکټ دسياليو دجام اتل مشخص کيږي .

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
دالکوزي  دجام دکرکټ دسياليو دويم پړاو سبا په کابل کې  ترسره کيږي .
  دکرکټ بورد وياند  فريد هوټک نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې د عينکو دمسو اوسپين غر ټيمونه لوبه کوي .
دهوټک دڅرګندونوله مخې دالکوزي جام دکرکټ سيالي  څه موده مخکې  له پنځو زونونو  څخه دپنځو ټيمونو  او له کابل  څخه ديوه ټيم په ګډون  پيل شوې وې چې په پاى کې دعينکو  دمسو او دسپين غر ټيمونو وکولى شول ددغو سياليو وروستي  پړاو ته  لاره ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته