امنیت

اته تنه د جنايي قضيو په تور ونيول شول .

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د کابل پوليسو په تيرو ٢٤ ساعتوکې اته تنه دجنايي قضيو په اړوندنيولي دي دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ  مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ  موظفينو د وسايطو درې تنه غله  د  غلا  له وسايلو سره ونيول.
د کابل پوليسو يو تن دوژنې په تورد دويمې امنيتي حوزې په  مربوطاتوکې ونيوه  .
دغه راز يو قاتل چې څه موده مخکې يې يو تن لومړى په بېرحمي  سره وژلى و او وروسته يې مړى  ټوتې ټوتې کړى و او په يوه  بورۍ  کې  يې  اچولې و دکابل دپوليسو له خوا د اوومې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ونيول شو او په خپل جرم يې اعتراف وکړ او يوبل قاتل  دکابل  ولايت د  استالف د ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو.
يوغل چې دغلا په څو پيښو کې يې لاس درلود  د پوليسو دشپاړلسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ونيول شو او دوسايطو غل دبګراميو په ناحيه کې دکابل دپوليسو له خوا نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته