– کابل/ وري ۲۹ مه/ باختر
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي په لوګر ولایت کې يې د سلګونه جریبه دولتي ځمکو د غصب مخنیوی کړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د یاد ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې يې د هغه ۳۵۰ جريبه دولتي ځمکو د غصب مخه نیولې چې یو شمیر مغرضو کسانو غصب کړې وه.
سرچینې زیاته کړې چې دغه کسانو غوښتل چې په یاده ځمکه کې د اوبو ۶ څاه ګانې، یو شمیر کورونه او د کرکیلې لپاره پټي جوړ کړي چې د لوګر ولایت د ښارجوړولو او ځمکو ریاست یې مخنیوی وکړ.
هیره دې نه وي چې یاد وزارت په وار وار خبرداری ورکړی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې به د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی کوي او غاصبین به یې د قانون منګولو ته سپاري.
عبدالمتین افغانمل