امنیت

په زابل کې څلور ويشتو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختردکب دمياشتې څوارلسمه
چارواکي وايي چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې څلور ویشتو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته
د زابل ولايت د والي وياند ګل اسلام سيال باخترآژانس ته وویل چې امنيتي ځواکونو د ارغنداب ولسوالي په ملک خېلو سيمه کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې د بهرنيو وسله والو مخالفينو په ګډون اوولس تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
د ده د څرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته