امنیت

په پکتيا کې د مرميو يوه زېرمه کشف شوه

ګردیز باختر د لړم د میاشتې ۶ مه
د ملي امنيت مسوولينو د پکتيا ولایت په څمکنيو ولسوالي کې د مرميو يو لويه زېرمه کشف کړې ده.
د پکتيا ولایت د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه یيز خبریال ته وويل چې ملي امنيت د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د مرميو يوه لويه زېرمه کشف کړې ده.
حسرت زياته کړه چې په دغه زېرمه کې دوه سوه درې زره اته سوه اتيا مرمۍ چې  د اوبو په يوه څاه کې ځای پر ځای شوې وې د ملي امنيت ځواکونو لاسته ورغلي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته